د هرات امنیه قوماندان جنرال عبدالمجید: د هرات په ناامنیو کې د سیمې استخبارات لاس لري

د هرات امنیه قوماندان وايي، هغه ډلې چې د هرات د بې امنه کولو هڅه کوي، د سیمې د استخبارات یې ملاتړ کوي.

په تېریوه کال کې د هرات له مرکز او ولسوالیو څخه د وسله والو موټر سایکل سپرو له خوا د تنظیم شویو وژنو راپورونه ورکړل شوي او په دې ترڅ کې د دولتي ادارو ملکي او پوځي مامورین او عام خلک په نښه شول.

د هرات امنیه قوماندان جنرال عبدالمجید روزي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، دا ډلې د سیمې د استخباراتي ادارو له همکارۍ پرته فعالیت نه شي کولای:

″د سیمي له استخباراتو مې هدف یوازې ایران او ترکمنستان نه دی. که مستقیم ووایم د پاکستان استخبارات او د هغه تروریستي ډلې چې له پاکستانه افغانستان ته ننوځي یوازې په هلمند او کندهار کې فعالې نه دي بلکې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د دوی شبکه فعاله ده.″

په هرات کې د بې امنیتي پېښې په دې وروستیو کې وروسته له هغه کمې شوې چې د دې ولایت پوځي شورا د دوو اونیو لپاره هرات ته د موټر سایکلونو پر تګ راتګ بندیز اعلان کړ.

د هرات ښار اوسېدونکي وايي چې دې پرېکړې ښه نتیجه ورکړې او د بې امنیتۍ مخه یې نیولې ده.