افغان حکومت د افغان ډیپلوماتانو د نیول کېدو له کبله اسلام اباد ته سخت احتجاج کړی

د افغانستان حکومت د پاکستاني پولیسوله خوا د افغان ډیپلوماتانو د نیول کېدو له کبله اسلام اباد ته سخت احتجاج کړی دی.

د راپورونو له مخې د پنجشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا پولیسوپه پېښور کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ څلورډیپلوماتان ونیول او د څو ساعتونو لپاره یې په توقیف کې وساتل.

په کابل کې د پاکستان سفیرسیدابرارحسین پرون د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو او له دې کبله د افغانستان د حکومت سخت احتجاج ور وسپارل شو.

د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وايي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي د پاکستان سفیرته وویل چې د پاکستاني پولیسو دا چلند د ډيپلوماتیکو اصولو څخه څرګنده سرغړونه ده.

بیان د ښاغلي خلیل کرزي له قوله زیاتوي چې وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکي او همکارۍ اوس یوه نوي پړاو ته رسېدلي او په دې حرکاتو سره باید دا اړیکي زیانمن نه شي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین همدا راز د پاکستان له سفیرسره په کتنه کې د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان کډوالو د ځورولو له کبله اندېښنه څرګنده کړه او ویې غوښتل چې پاکستان ته د افغانستان د یوه جګپوړي پلاوي د سفر او په دې اړه د تفاهم تر وخته دې له دې هېواده د افغان کډوالو د اېستلو بهیر وځنډول شي.