له څو محدودو کسانو پرته ډېری هغه کسان چې اوس مهال په افغانستان کې د جنګسالارانو په نوم یادېږي او د هېواد د سیاست په ډګر کې لوبېږي دوه، درې لسیزې مخکې عادي کسان او د حکومت ټیټ رتبه کارکوونکي وو، او حتی ځینو یې رسمي زده کړې هم نه دي کړي.
خو نن همدې څو کسانو د هېواد د واک پر ګدۍ او د شتو پر خزانه منګولې خښې کړې دي. د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته جنګسالاران چې اکثر د جهادي تنظیمونو مشران او قوماندانان دي، د پخوا پرتله لا ځواکمن شول خو په عین حال کې د دوی په ظاهري قیافه او خبرو اترو کې ستر بدلون ترسترګو شو.
دوی اوس په هېواد کې د ډیموکراسۍ او د بیان د آزادۍ سپارښتنې کوي خو د احمدتکل په مفصل تحلیلي راپور کې به واورئ چې آیا د افغانستان جنګسالاران په رښتیا بدل شوي دي؟
Your browser doesn’t support HTML5