د امريکا ولسمشر باراک اوباما به د دې هيواد د سنا يوه لايحه ويټو کړي؛ تر څو کانګريس ونه کولی شي چې د تهران د اټومي پروګرام په اړه د موافقې لپاره نظر يا رايې ولري.
د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت د شورا لپاره وياندې "برناديت ماهين" په پرونۍ اعلاميه کې دا خبره راغلې ده.
امريکا او پنځه نور قدرتونه له ايران سره د يوې موافقې په اړه مذاکرات کوي؛ تر څو دا هيواد د اقتصادي بنديزونو د ايسته کولو په بدل کې خپل اټومي پروګرام محدود کړي.
د سنا د غونډې په لايحه کې راغلي چې له ايران سره د هر ډول اټومي موافقې متن بايد په پنځو ورځو کې دننه له کانګريس سره شريک شي.