په مصر کې د پارلماني انتخاباتو د مهالوېش په اړه غونډه وشوه

د مصر د انتخاباتو عالي کميټې نن د پارلماني انتخاباتو د مهالوېش په اړه خبرې وکړې.

دا له هغه وروسته چې نن وختي د مصر د اساسي قانون سترې محکمې حکم وکړ چې د انتخاباتو د قانون يوه برخه د اساسي قانون سره سمون نه خوري.

د محکمې دې حکم په پارلماني انتخاباتو کې ځنډ رامنځته کړی دی چې ټاکل شوی و؛ د مارچ او اپرېل په مياشتو کې تر سره شي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي چې نن د پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره د خبرو لپاره په سعودي عربستان کې وو، خپل حکومت ته امر وکړ چې په يوه مياشت کې دننه د دې قانون لايحه بيرته جوړه کړي.

مخکې ټاکل شوې وه چې د مارچ په ۲۱مه به د مصر په ځينو برخو کې انتخابات وشي.