د روسيې د حکومت زرګونو مخالفين په مسکو کې د پخواني صدراعظم د مرستيال د وژل کېدو پر ضد د لاريون لپاره راوتلي دي.
د ننني لاريون مخکې، رزګونو خلکو د کريملين سره نيږدې پله باندې د ګلانو ګېډۍ ايښودلې. پر دې پله پرون د روسيې د حکومت سياسي مخالف بوريس نيمڅوف په ډزو ووژل شو.
د روسيې ولسمشر ولادیمير پوټين دا وژنه يوه پارونه بللې ده او د نيمڅوف مور ته يې وويل چې قاتلان به ډېر ژر ونيول او په سزا ورسول شي.
د روسيې د تحقيقاتو کمېټه وايي؛ يو شمېر پلټنې کوي. د دوی په وينا په دې پلټنو کې دا شک هم شامل دی چې نيمڅوف کېدای شي د اسلامي سخت دريځو له خوا وژل شوی وي او يا د هغه وژنه د روسيې د سياسي حالت د ګډوډولو يوه هڅه وه.