د بلخ ولایت د مدني ټولنې فعالینو او د دغه ولایت اوسیدونکو د هغو ۳۰ کسانو د خلاصون په هدف اعتراض وکړچې څو ورځې وړاندې د کندهار- کابل پر لار تښتول شوي دي.
د بلخ ولایت د مدني ټولنې مشر شکور نجفي زاده له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې له (مخ پټو وسله والو) وغوښتل څو برمته شوي کسان هرڅومره ژر چې ممکن وي خوشې کړي.
ویل کېږي د کابل- کندهار پر لویه لاره څو ورځې وړاندې د مخ پټو وسله والو له خوا تښتول شوي ۳۰ مسافر په خاک افغان ولسوالۍ کې ساتل کیږي.
ښاغلي نجفي زاده له مخ پټو وسله والو وغوښتل چې د بلخ د سپین ږيریو په منځګړیتوب ۳۰ تنه مسافرین بیرته خوشې کړي.
همدا راز نوموړی د ملي وحدت له حکومته وغوښتل څو په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.