عبدالقیوم: د نورستان مرکز او نورو ولسوالیو ته غځیدلي لارې د واورو د ښویدو له امله تړل شوي

د نورستان سرپرست والي وايي، چې د دغه ولایت مرکز او نورو ولسوالیو ته غځیدلي لارې د واورو د ښویدو له امله تړل شوي دي.

حافظ عبدالقیوم نن ازادۍ راډیوته وویل، چې د نورستان خلک تګ را تګ نه شي کولای او د خوراکي موادو بیې هم لوړې شوي دي.

نوموړی له اړوندو ادارو څخه وغوښتل څو د نورستان مرکز او نورو ولسوالیو ته غځیدلي لارې بیرته پرانیزي.

تردې دمه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د واورو ورېدو، برف کوچونو او سېلابونو له کبله نږدې درې سوه کسان وژل شوي دي.

همدا راز د پنجشېرپه پنځو ولسوالیو کې څو کلي تر واورو لاندې شوي او برفکوچونو لسګونه کورونه او لسګونه انسانان لاندې کړي دي.