په مصرکې یوې محکمې د حماس فلسطیني ډله یو تروریستي سازمان اعلان کړ

په مصرکې یوې محکمې د حماس فلسطیني ډله یو تروریستي سازمان اعلان کړ.

د مصرټلویزیون په قاهرې کې د محکمې د دغې پریکړې په اړه راپور ورکړی دی.

د مصر چارواکي ادعا کوي چې حماس ډله په دغه هېواد کې له تندلارو اسلامپالو سره مرسته کوي.

د حماس ډلې ویاند فوزي برهوم چې پرون یې په غزې کې خبرې کولې دا یوه خطرناکه پریکړه وبلله:

″دا یوه ټکان ورکوونکې او خطرناکه پریکړه ده چې د فلسطین خلک او د عرب ملت او د فلسطین د عزت د دفاع لپاره د خلکو مقاومت په نښه کوي.

دا پریکړه به هیڅ کله حماس، د هغوی بریاوو او د مشرانو دریځ ته زیان ونه رسوي، خو په مستقیم ډول به د مصراعتبار زیانمن کړي.″

حماس د مصر د اخوان المسلمین ډیرې یوه ښاخه ده.