اسلامي دولت ډلې د عراق په "سامرا" ښار باندې حملې پيل کړې

د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې نن د عراق په دوهم شمالي ښار "سامرا" باندې حملې پيل کړې. په دې ښار کې د شیعه ملیشو ډلو او د عراق امنیتي ځواکونو مخکې لا حملې ته ځانونه تیار کړي وو.

رپوټونه وايي چې نن سهار وختي وسله والو د ښار په شمالي او جنوبي سیمو کې انتحاري حملې وکړې او له چاودیدونکو موادو ډک موټر یې والوزل. په عین وخت کې، د اسلامي دولت وسله والو د ښار په لویدیځو سیمو کې پر امنیتي پوستو د هاوان ګولۍ ویشتي او لاسي بمونو حملې وکړې.

رپوټونه وايي چې د دې حملې تر پیل مخکې زرهاوو شیعه ملیشه جنګیالي د سمارا شاوخوا او د دجلې دریاب پر غاړه په پرتو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

یو بل خبر وايي چې نن سهار د بغداد ښار په اویا کیلومترۍ کې د بلاد رز ښار په یوه مارکیټ کې چاودنه وشوه چې نولس تنه په کې وژل شوي او دیرش تنه زخمیان دي.