د نړۍ مشرانو د پویتن د سیاسي مخالف بوریس نیمڅوف وژنه وغندله

د نړۍ د زیاتو هیوادو رهبرانو، یو شمیر روسي سیاستوالو او د بشري حقونو د مدافع سازمانو نن په روسیه کې د ولادیمیر پوټین د سیاسي مخالف بوریس نیمڅوف وژل کیدل، وغندل.

نیمڅوف مخکې د دې هیواد د صدراعظم مرستیال و چې پرون په مسکو کې وویشتل او ووژل شو.

د روسیې د کورنیوچارو وزارت وايي چې پيښه د کریملین ماڼۍ ته نږدې پر بولشوي موسکورتسکي [Bolshoi Moskvoretsky] پله شوې ده.

د روسیې د کورنیو چارو د وزارت ویاندې "ایلینا الکسیووا" نن سهار خبریالانو ته وویل:

"ښاغلی نیمڅوف له خپل یوه ملګري سره چې تازه له اوکرایینه راغلی و روان و. یو موټر ورته دریدلی او ډزې ورباندې شوي. څلور مرمۍ د ښاغلي نیمڅوف پر ټټر لګیدلې وې او د ژورو زخمونو له امله یې ساه ورکړه."

نیمڅوف د د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین پر سیاستونو په زغرده انتقادونه کول. د روسیې د کورنیو چارو وزارت ویلي؛ د هغه د قاتلینو د موندلو لپاره په مسکو کې ځانګړي عملیات پيل شوي دي.

د روسیې مطبوعات وايي، ولسمشر پوټین د بوریس نیمڅوف قتل ظالمانه ګڼي او غندي. د مسکو ښارییانو نن سهار وختي د بوریس نیمڅوف د قتل ځاي ته د ګلانو د ګیډیو په ورړو پیل کړی دی.

ولسمشر بارک اوباما اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې متحد ایالات د بوریسف نیمڅوف ظالمانه قتل غندي. اعلامیه پر سپینه ماڼۍ ږغ کوي چې بې طرفه او شفاف تحقیقات وکړي او د بوریس نیمڅوف قاتلین محاکمه کړي.

په روسیه کې د کمونست ګوند مشر ویلي چې د بوریس نیمڅوف دقتل په اړه باید ژر تر ژره تحقیق وشي او خبرداری یې ورکړی چې ځيني کسان په روسیه کې د سیاسي کړکیچ پيدا کړي.