بلخ: د ۲۰۹ شاهین قول اردو تعلیمي او تربیوي مدیر "حمیدالله هاشمي" ووژل شو

د بلخ امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایتد ۲۰۹ شاهین قول اردو تعلیمي او تربیوي مدیر حمیدالله هاشمي تیره شپه د خپل کور مخې ته په چړو وژل شوی دی.

د بلخ امنیه قومندان عبدالرازق قادري د وژل شوي حمیدالله هاشمي د موټر چلونکي له قوله آزادۍ را ډیو ته وویل چې هاشمي د ۲۰۹ شاهین قول اردو د یو مسوول عبدالصبور له خوا په چړو سره وژل شوی دی.

نوموړي د یادې پیښې د انګیزې په اړه ناخبري وښوده؛ خو زیاته یې کړه چې په دې اړه پلتڼي روانې دي.