د افغانستان په شمال کې د درنو واورو د ورېدو او برفکوچونو له کبله د تلفانو شمېر په زیاتېدو دی.
د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې د ادارې مرستیال محمداسلم سیاس وايي ترټولو زیات تلفات په پنجشېر ولایت کې وو، چې شمېر یې ۱۶۵ کسانو ته رسېږي. د ښاغلي سیاس په وینا په ټولو ولایتونو کې د تلفاتو شمېره ۲۳۳ کسانو ته رسېدلې ده.
ښاغلي سیاس زیاته کړه چې زیانمنو سیمو په تېره په پنجشېر کې له مصیبت ځپلو کورنیو سره د مرستو بهیر روان دی.
د پنجشېر اوسېدونکي وايي، په تېرو څو لسیزو کې یې دومره درنې واورې نه وې لیدلې.
پر پنجشېر سربېره له بدخشان پروان، بامیان او بغلان ولایتونو څخه هم د انساني تلفاتو راپورونه رارسېدلي دي.