د افغانستان او ترکیې ولسمشرانو پرون د تروریزم پرضد د ګډې مبارزې پر لاروچارو خبرې وکړې.
د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر له خوا په یو خپاره شوي بیان کې راغلي دي چې ولسمشر اشرف غني په کابل کې د پرون ورځې له انتحاري حملې وروسته د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوان سره ټیلفوني خبرې وکړې او د یوه ترکي پوځي د وژل کېدو له کبله یې هغه ته تسلیت وویل.
ښاغلي غني خپل ترکي سیال ته وویل چې افغانستان او سیمې ته د ګواښونو بڼه بدله شوې ده او د مخنیوي لپاره یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لیدل کېږي.
د بیان له مخې ښاغلي اردوان هم په دې ټلفوني خبرو کې ویلي چې حملې او ګواښونه به د تروریزم پرضد د ترکیې مبارزه نه یوازې زیانمنه نکړي بلکې نوره به یې پیاوړې کړي.
ښاغلي اردوان همداراز ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره په امنیتي او اقتصادي برخو کې د ترکیې همکارۍ به نورې هم پراخې شي.