افغان ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۹ وسله وال وژلي دي

د کورنیو چارو وزارت د افغانستان په څو ولایتونو کې په بېلابېلو عملیاتو کې د لږترلږه ۲۹ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د دې وزارت له خوا په یوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي دي چې دا عملیات د کابل؛ کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، هرات، فراه او سرپل ولایتونو په اړوند سیمو کې پولیسو د ملي اردو او ملي امنیت د ځواکونو په همکارۍ ترسره کړي دي.

بیان زیاتوي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې همداراز شپاړس وسله وال ټپیان او درې نور نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په بیان کې همداراز راغلي چې د دې عملیاتو هدف په دې ولایتونو کې د امنیت ټینګول او له وسله والو مخالفینو څخه د هغو تصفیه وه.