امریکايي الوتکو په عراق او سوریه کې د داعش ډلې ۱۷ وسله وال وژلي

د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف وايي چې په عراق او سوریه کې یې د اسلامي دولت ډلې- داعش پر سنګرونو څوارلس هوايي حملې کړې دي.

عربي ژبو خبري رسنیو خبر ورکړی چې په دې حملو کې د داعش د څو مشرانو په ګډون د دې ډلې ګڼ شمېر وسله وال چې د عراق او سوریې په سرحد کې د غونډې په حال کې وو؛ وژل شوي دي.

العربیه ټلویزیوني چینل وايي چې د عراق په لویدیځ ښار القیام کې د داعش د مشرانو پر غونډې بمبارۍ۱۷ وسله وال وژلي او ۲۹ نور یې ټپیان کړي. د العربیه او نورو عربي رسنیو د راپورونو له مخې د برید پرمهال د داعش مشر ابوبکر البغدادي هم په سیمه کې و.

د راپورونو له مخې د نړیوال اېتلاف الوتکو د عراق د انبار ولایت پر ځینو سیمو هم بمباري کړې ده.

همداراز په بغدادي او د بغدادي په څو کلیو کې چې عراقي ځواکونو له داعش څخه بېرته نیولي دي هم د جګړو راپورونه ورکړل شوي.