سوریه: امریکايي الوتکو د داعش پر سنګرونو بمباري کړې

په سوریه کې هم فعالان وايي چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف الوتکو د سوریې په شمال ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر سنګرونو بمبارۍ کړې دې.

دا هغه سیمه ده چې د داعش وسله والو تېره اونۍ ۲۲۰ عیسیویان په کې برمته کړل.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی؛ د داعش پر سنګرونو د امریکا د نویو بمباریو خبر پرون ورکړ.

په همدې حال کې د سوریې د کارګرانو د ټولنې مشر وايي چې اکثر تښتول شوي کسان الشدادي Al-Shadade سیمې ته لېږدول شوي. د سوریې د کارګرانو د ټولنې مشر له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د تاریخي سیمو په دفاع کې د سوریې له خلکو سره مرسته وکړي.