د روسیې ګازپروم شرکت د ګاز د موافقې په اړه له کییف سره خبرې کول غواړي

د روسیې ګازپروم شرکت وايي چې غواړي له اوکراین سره د ګاز د اوسنۍ موافقې په اړه له کییف سره خبرې وکړي.

خو ګازپروم خبرداری ورکړی چې اوکراین وخت له لاسه ورکوي او وروسته بیا نه شي کولای چې د ګاز د پېرودلو غوښتنه وکړي.

د ګازپروم ویاند سیرګي کوپري یانوف پرون وویل؛ دا شرکت تیار دی چې د اوکراین په ختیځ کې د بېلتونپالو تر ولکې لاندې سیمو کې د ګاز لګښت د اوکراین د ګاز له ټول لګښت څخه کم کړي:

"موږ به مخکیني قرارداد ته دوام ورکړو؛ خو که پیسې په خپل وخت ورنه کړل شي؛ نو ګاز به هم ورنه کړل شي."

له دې مخکې د اوکراین د نفت او ګاز شرکت ویلي وو چې ګازپروم ټول هغه ګاز چې اوکراین یې روسیې ته پیسې ورکړې؛ دې هېواد ته نه دي انتقال کړی.

اروپايي ټولنې په دې مساله کې منځګړتوب کړی؛ ویلي یې دي چې د مارچ په دوهمه نېټه د اوکراین او روسیې د انرژۍ د وزیرانو یوه کتنه یې تنظیم کړې ده.