د بلخ د کوچیانو مشران: په سلګونه زره جریبه مالچرونه محلي زورواکو غصب کړي

د بلخ ولایت د کوچیانو مشران وايي چې په سلګونه زره جریبه مالچرونه یې محلي زور واکو غصب کړي.

د غه کوچیان ادعا کوي چې دولتي چارواکي په برخه کې ورسره همکاري نه کوي.

د بلخ د کوچیانو مدیریت مشرغلام فاروق عبیدي هم آزادي راډیوته سره په خبرو کې تایید کړه چې د کوچیانو په څړ ځایونو کې زور واکو کروندې جوړې کړي دي.

د بلخ ولایت کوچیان وايي، که یې ستونزو ته په وخت سره رسیدګي ونشي او غصب شوي ځایونه او ځمکې يې د محلي زورواکو لخوا خوشي نشي د دې امکان شته چې په شمال زون په ځانګړې ډول په بلخ ولایت کې د کوچیانو لرغونی فرهنګ له مینځه ولاړ شي.