د کابل ښار په نننۍ انتحاري حمله کې دوه کسان وژل شوي او د ترکېې اتباعو اړوند یو موټر ویجاړ شوی دی.
د کابل امنیې قومندان عبدالرحمان رحیمي د پیښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل، چې په وژل شوو کې یو ترکي تبعه او یو ملکي افغان شامل دی.
حمله نن سهار د اتو بجو په شااوخوا کې د ایران سفارت مخې ته د ترکي اتباعو د موټرو پرکاروان د یوه کرولا موټر په وسیله، چې چاودیدونکي مواد په کې بار وو، شوې ده.
طالبانو د دې حملې مسولیت اخستي او بهرنیو ځواکونو ته یې د تلفاتو د اوښتو ادعا کړې ده.
پخواني:
په کابل کې د زنبق څلورلارې او ایران سفارت ته نږدې د یوې درنې چاودنې غږ اوریدل شوی دی.
تر اوسه د کابل امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، او دا هم نه ده معلومه، چې چاودنه د ماین له امله وه او که انتحاري حمله وه.
د ازادۍ راډيو خبریال د پیښې ځای ته روان شوی او وروسته به د دې پیښې جزیات له تاسو سره شریک شي.