د ازبکستان په تاشکند کې د انټرنیټ کافي او د کمپیوتر کلبونه په اړه فرمان پلی شو

د ازبکستان په مرکزتاشکند کې هغه فرمان سرله تیرې شپې پلی شو چې له مخې یې باید انټرنټ کافي او د کمپیوتر کلبونه د شپې ترنهو بجو وتړل شي.

دغه فرمان د فبروري په اتلسمه د تاشکند ښاروال صادر کړی و. په دې فرمان کې همدا راز ماشومان د ښوونځیو د درسي ساعتونو په وخت له انټرنټ کافي څخه منع شوي دي او کله چې وروسته دغو کلبونو ته ورځي باید د کورنۍ مشران غړي ورسره وي.

د ازبکستان پر چارواکو دا څو کاله وشول چې د بشري حقونو ډلې د دې لپاره اعتراض کوي چې هغه ویبپاڼې بندوي چې پکې پر حکومت انتقاد شوی وي.