د پروان والي هیلمن دی چې نن به د سالنګ لویه لاره د موټرو لپاره پرانیستل شي

د پروان والي هیلمن دی چې نن به د سالنګ لویه لاره د موټرو لپاره پرانیستل شي، خو د سالنګونو د حفظ او مراقبت رییس ازادۍ راډيوته وویل چې د شمالي او جنوبي سالنګونو د برف کوچونو پرپاکولو ښايي یوه اونۍ وخت ولګیږي.

د پروان سرپرست والي بصیرسالنګي ازادۍ راډيوته وویل چې د دغو واورو د لرې کېدو لپاره ګړندۍ هڅې روانې دي:

″د اُولنګ په سیمه کې دوه غټ برف کوچونه راغلي، د سالنګ د حفظ او مراقبت ټول ماشینونه هلته کارکوي، ډیر امکان شته چې ترغرمې وروسته تر دوو بجو لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شي.″

بل لورته د سالنګونو د حفظ او مراقبت رییس جنرال رجب ازادۍ راډیوته وویل چې نژدې شپیته ځایه له غرونو واورې ښویدلې دي چې ممکن یوه اونۍ وخت ونیسي چې دا لاره پاکه شي.