اوکراين د عرب اماراتو څخه د وسلو پېرودلو تړون لاسليک کړی

اوکراين د متحده عرب اماراتو څخه د وسلو پېرودلو تړون لاسليک کړی دی.

د اوکراین د پوځ لوی درستيز ويکتور موژينکو د فبرورۍ په ۲۴مه په نړېوال دفاعي نندارتون او کنفرانس IDEX 2015 کې د ګډون پرمهال په ابوظهبۍ کې دا تړون لاسليک کړ.

د اوکراين ولسمشرپترو پوروشنکوهم په ابوظهبۍ کې په دې کنفرانس کې د تړون د لاسليکېدو پرمهال موجود وو. پوروشنکو متحده عرب اماراتو ته خپل دا سفر ډېر بريالی بللی دی.

په دې اړه چې اوکراين به له متحده عرب اماراتو څخه کومې نظامي وسلې پيري، هيڅ نورمعلومات نه دي ورکړل شوي.

په اوکراین کې وکيل او د کورنیو چارو د وزيرسلاکار انتون جيراسخينکو Anton Gerashchenko ويلي، عربان د اروپايانو او امريکايانو په څېرد پوټين له ګواښونو نه بيريږي چې ګواکې که دا هېوادونه اوکراین ته وسلې او مهمات ورکړي، دی به درېيمه نړېواله جګړه پيل کړي.

په همدې حال کې د بریتانيې صدراعظم ډېويډ کامرون پرون اعلان وکړچې هېواد به يې په راتلونکې مياشت کې اوکراين ته د اوکرايني پوځيانو د روزلو لپاره پوځيان وليږي.