په کابل کې د فوټبال د بي ګروپ د مسابقو په لړکې نن د جهش ټیم د صباوون ټیم ته ماتی ورکړه.
د کابل د فوټبال فدراسیون مرستیال نصیر قیومي ازادۍ راډیوته وویل، دغه سیالي چې د څو اونیو را په دیخوا پیل شوې نن د جهش ټیم درې د صفر پر وړاندې د صباون ټیم له مخې لیرې کړ.
قیومي وایي، په دغه مسابقو کې د کابل ۲۹ ټیمونو برخه اخیستې او څلویښت ورځې به دوام وکړي.
دی وایي، د دې سیالیو نه يي هدف د غوره لوبغاړو پیژندل دي.