په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی وايي چې د افغانستان سوداګرې ښځې اوس مهال د مالي منابعوله کموالي او یولړنورو ستونزو سره مخ دي.
د دې اتحاديې ريیس فرانس مایک میلبین د افغانستان له جمهورريیسه غواړي کومې ژمنې یې چې د سوداګرو او متشبثینو سره کړي، هغه دې عملي کړي.
ښاغلي میلبین دا خبرې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغان میرمنو د لاسي صنایعو په یوه نندارتون کې وکړي.
په عین حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت چارواکو، په سوداګریزو او اقتصادي چارو کې د ښځو پرګډون او له دوې سره د حکومت پر مرستو تاکید وکړ.
تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:
Your browser doesn’t support HTML5