امریکایي بیرډمن یا الوتونکي سړي Birdman د ۲۰۱۵ کال د اوسکار څلور جایزې وګټلې.
دا یو کمیډي فلم دی چې مکسیکویي ډایرکترالیناردوجي ایناریتو Alejandro G. Inarritu جوړکړی دی.
هغه د اوسکارد ترټولو غوره ډایرکټرجایزه وګټله.
د The Theory of Everything د فلم لوبغاړي ایدي ریدماین Eddie Redmayne د ترټولو غوره نارینه لوبغاړو جایزه خپله کړه.
جولیان مور Julianne Mooreهم په سټیل الایس فلم کې د خپل رول په خاطرد اوسکارد ترټولو غوره ښځینه لوبغاړې جایزه وګټله.
د اوسکار د جوایزو د ویشلو په ۸۷ فیستوال کې پولندي ای دا Ida فلم د غوره بهرني فلم جایزه وګټله.