د یونان چارواکي به د څلورومیاشتو لپاره د نړېوالو پورونو د پروګرام د غځولو د یقیني کولوپه هدف نن د اصلاحاتو یو لست وړاندې کړي.
د هغې موافقې له مخې چې د فبروري په شلمه د ایرو زون له غړیو سره ترلاسه شوې ده اتن تر نن پورې وخت لري چې نړېوالو درې اړخیزو پور ورکونکو، د اروپا مرکزي بانک، نړېوال وجهي صندوق ای ایم اف او اروپایي کمیسیون ته خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.
دغه درې واړه پورورکونکي به په دې اړه چې ایا د ۲۴۰ میلیارډ ایرو پروګرام د غځولو لپاره د یونان پلانونه مناسب دي، پریکړه کوي.