په بنګله دیش کې د ډوبې شوې کشتۍ د مړیو شمېر۶۵ تنو ته اوچت شو.
په دغه کشتۍ کې چې پرون یې په سیند کې له یوې بار وړونکې کشتۍ سره ټکر وکړ او ډوبه شوه، ویل کیږي تر۱۴۰ تنه سپاره و.
دا پیښه د بنګله دیش د پلازمینې شمال لویدیځ په څلویښت کیلومترۍ د پدما سیند کې رامنځ ته شوې ده.
په بنګله دیش کې اکثره د کشتیو دا ډول پیښې کیږي ځکه په دې هېواد کې له ۱۳۰ څخه زیات سیندونه له یو بل سره یوځای کیږي.
د ژغورنې کارکونکو د یکشنبې د ورځې د پیښې ۸۴ مړي مخکې را ایستلي واو نن یې هم ۱۷ نور مړي وموندل.