په کابل ښځو د یوه لاریون په ترڅ کې له حکومته وغوښتل څو د جنسي تیریوعاملین مجازات کړي

په کابل کې نن د ښځو د حقونو یو شمېرفعالانو نن په کابل کې لاریون وکړ او له حکومت څخه یې وغوښتل څو د جنسي تیریوعاملین مجازات کړي.

د دې ښځو شمېرچې لسګونو تنو ته رسیده د افغانستان د سترې محکمې مخې ته راغونډ شوي وې غوښتل یې چې د جنسي تیریو عاملین باید په علني ډول محاکمه شي.

د ښځو د حقونو فعالینې په داسې وخت کې د جنسي تیرو عاملینو ته د سزا غوښتنه کوي چې نږدې وروستیو ورځو کې په تخار ولایت کې په یوې امیدوارې ښځې ډله ییز جنسي تیری وشو.