انګلنډ له سکاټلنډه د کرکټ مسابقه په ١١٩ منډو وګټله

د ٢٠١٥م کال د کرکټ د نړېوال جام د لوبو په لړۍ کې نن انګلنډ له سکاټلنډ نه د کرکټ يو ورځنۍ مسابقه په ١١٩ منډو وګټله.

لوبه انګلنډ پيل کړه چې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره يې سکاټلنډ ته د ٣٠٤ منډو هدف ورکړ. د سکاټلنډ ټول لوبغاړي په داسې حال کې وسوځېدل چې يوازې يې ١٨٤ منډيې کړې وې.

پرون سهار وختي افغانستان د سریلانکا په وړاندې او جنوبي افریقا د هند په وړاندې ماتې وخوړه.

افغانستان د پنجشنبې په ورځ له سکاټلنډ سره د سیالۍ ډګر ته راوځي.

افغانستان په نړېوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د بنګلدیش په وړاندې هم وبایلله.