د لیبیا امنیتي چارواکي وايي چې په پلازمېنه طرابلس کې د ایران د سفیرد استوګنځي مخې ته پرون دوه بمي چاودنې وشوې.
چارواکو سیمه يیزو رسنیو ته ویلي دي چې دې چاودنو مرګ ژوبله نه ده اړولې خو د ایران د سفیرد کورودانۍ چې څوک نه په کې اوسېدل یوڅه زیانمنه شوې ده.
د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا دا چاودنې تایید کړي خو ویلي یې دي چې د ایران د سفیراستوګنځی له څه مودې راهیسې تشه وه او څوک نه په کې اوسېدل.
د لیبیا د اطلاعاتو د وزارت ویاند ابوبکرطلحه د چاودنو په سیمه کې رویټرزخبري اژانس ته وویل:
″حمله د یکشنبې ورځې په دولس نیمو بجو وشوه. په دې حمله کې د ایران د سفیر استوګنځی په نښه شوی او دوهمه چاودنه د شلو دقیقو په فاصله کې وشوه. څوک نه دي ټپیان شوي او زیان یې هم لږ و.″
یوې ډلې چې وايي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله وال دي، د دې حملې مسوولیت منلی.
همدې ډلې د جمعې په ورځ په ختیځ القبه ښارکې د هغې چاودنې مسوولیت هم منلی و چې له څلوېښتو زیات کسان یې ووژل.