سري لانکا افغانستان ته په ۴ ویکټو ماته ورکړه

د افغانستان کرکټ ټیم د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړېوال جام خپله دوهمه لوبه له سریلانکا څخه وبایلله.

د نننۍ لوبې پچه سریلانکا وګټه او د توب اچولو پرېکړه یې وکړه؛ افغانستان په دوه باله کم پنځوس اورونو کې ۲۳۲ منډې جوړې کړې چې تر ټولو ډېرې منډې اضغر ستانکزي جوړې کړې وې؛ ده په ۸۰ توپونو کې ۵۴ منډې وکړای شوې.

سریلانکا د افغان توپ اچوونکو تر سخت فشار لاندې لوبه پیل کړه چې د دولت ځدراڼ له خوا د لومړي اوور په لومړي توب یې یو لوبغاړی وسوځېد. په یوولس اوورونو کې د سریلانکا ۴ لوبغاړي سوځېدلي وو او ۵۱ منډې یې جوړې کړې وې. خو د سریلانکا توپ وهوونکو ځانونه ټینګ کړل او په پای کې یې په ډېره اسانۍ لوبه وګټله چې یوازې شپږ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

په یوې بلې لوبه کې چې هندوستان او جنوبي افریقا ترمنځ روانه ده؛ تر اوسه د هند کرکټ ټیم په ۳۸ اوورونو کې ۲۰۶ منډې جوړې کړي دي او ۲ لوبغاړي یې اووټ شوي.