جوزجان: د شبرغان له یوه کلینیک څخه یو ډاکټر تښتول شوی دی

د جوزجان امنیتي مسوولین وایي؛ وسله والو مخالفینو د شبرغان روغتیایي کلنیک یو ډاکټر تښتولی دی.

د جوزجان د امنیې قومندانۍ د اوپراسیون آمر عبدالمنان روفي په دې اړه آزادۍ راډیو ته وویل چې ډاکټر تاج محمد د جوزجان په قوچین سیمه کې په یوه شخصي کلینک کې کار کاوه چې نن سهار ۹ بجې وتښتول شو.

ښاغلي روفي وايي، په دې اړه تحقیقات روان دي؛ څو د تښتونې علت معلوم شي.