په زابل کې ترافیکې پیښې دوه تنه ووژل او ۹نوري يي ژوبل کړل

د زابل ولایت په شاجوې ولسوالۍ کې په یوې ترافیکي پیښه کې دوه تنه مړه او نهه نور ژوبل دي.

د زابل د امنیت امرډګروال غلام جیلاني خان فراهي وویل چې دا پیښه نن سهارڅه باندې نهه بجې د شاوجوي ولسوالۍ په حسن خیلو سیمو کې شوې ده.

د هغه په خبره پیښه کې د دوه ۳۰۳ ډوله موټرو د ټکر په نتیجه کې شوې ده.

چارواکې وايي چې د ټپیانو وضیعت له خطر بهر دی.