د جرمني صدراعظمه او د فرانسې ولسمشر به د اوکراين په اړه خبرې وکړي

ټاکل شوې د جرمني صدراعظمه او د فرانسې ولسمشرد اوکراين په ختيځ کې د روان وضعيت په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دغلته تازه جګړوهغه اوربند په خطر کې اچولى چې تېره اوونۍ د انګېلا ميرکل او فرانسوا اولاند په منځګړيتوب ورباندې موافقه وشوه.

په پام کې ده د جرمني صدراعظمه او د فرانسې ولسمشرچې د اوکراين د کړکېچ مهم نړېوال مرکچيان دي، نن د G-20 يا د نړۍ د شلو اقتصادي قدرتونو د سرمشريزې په درشل کې په پاريس کې سره وګوري.

پرون په اوکراين کې د ياغيانو تر ولکې لاندې ښار دونيڅک نه د توپونو د ډزو راپورونه ورکول شوي، دغه راز د هاوان مرميو د ښار په مرکزي سيمو کې ودانۍ لړزولې دي.

د اوکراين د پوځ وياند اناتولي ستيل-ماخ وويل، بېلتون غوښتونکو ياغيانو په شېروکاين کې چې د دولت تر ولکې لاندې بندري ښار ګوټي ماريوپول ته څېرمه پروت دى، د توپونو سختې ډزې کړې دي.

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون وويل چې ياغيانو له نافذ شوي اوربنده څه باندې ٢٥٠ وارې سرغړونه کړې ده.

د دغه وزارت ویاندې جین ساکې وویل چې د اوکراین په ختیځ کې وروستي بریدونه د مینسک له موافقې څخه څرګنده سرغړونه ده:

″متحدایالات په دیبالڅیف، ماریوپول او د اوکراین د ختیځ په نورو سیمو کې د روس پلوو بېلتونپالو روانې حملې چې د مینسک له موافقې څخه څرګنده سرغړونه او هغې ته سپکاوی دی، محکوموي.″

د اوکراین پوځ وايي، له دیبالڅیفه د وتلو د تنظیم شوی پلان په ترڅ کې دیارلس سرتېري وژل شوي، څه باندې یونیم سل ټپیان دي، ۹۰ سرتېري اسیران شوي او له اتیا زیات نور تري تم دي.