پاکستان: په راولپنډۍ کې د شیعه وو پرجومات په حمله کې دوه تنه ووژل شول

پاکستاني چارواکې وایي، په راولپنډۍ کې د شیعه پرجومات په حمله کې دوه تنه ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

چارواکې وایي، برید کوونکو تیره ورځ پرجومات ډزې وکړې او بیا یې یو بم ورواچاوه.

جند اله ډلې د دې پیښې مسوولیت منلی دی. دا ډله له طالبانو بیله شوې ده او وایي چې دوی په شمالي وزیرستان کې د روانو پوځي عملیاتو د انتقام اخیستلو لپاره دا حمله کړې ده.

د روانې میاشتې په پيل کې په پیښورکې د شیعه و پریوه جومات د حملې په ترڅ کې شل تنه ووژل شول او د جنوري په دیرشمه په سند کې د شیعه و پر جومات په برید کې شپیته تنه ووژل شول.

پاکستاني طالبانو د دې حملو مسوولیت په غاړه اخیستې دي.