د امریکا د دفاع وزیر په توګه″اشتون کارتر″ لوړه پرځای کړه

اشتون کارتر د امریکا د دفاع وزیر په توګه لوړه پرځای کړه.

کارترپه سپینه ماڼۍ کې د مرستیال ولسمشرجوبایډن په حضورکې له چارواکو مننه وکړه چې پرده یې اعتماد کړی دی:

″دا زما لپاره ترټولو لوی افتخاردی چې د امریکا پنځه ویشتم دفاع وزیر اوسم.

زه له ولسمشراوباما، د ولسمشر مرستیال جوبایډڼ او د امریکا متحده ایالاتو له سنا څخه مننه کوم چې په ما یې اعتماد وکړ.″

اشتون کارتر وروسته له هغه چې چک هیګل د دفاع وزارت څخه استعفی ورکړه، د هغه ځای ناستی شو.

دی به د بارک اوباما د واکمنۍ په دوره کې څلورم کس وي چې د امریکا د دفاع وزیر په توګه دنده ترسره کوي.