پخواني افغان ولسمشرحامدکرزي د لوګر د امنیې پر قومندانۍ پرونۍ وسله واله حمله وغندله.
د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې، د افغانستان دښمنان غواړي په دا ډول اعمالو سره د افغانستان حکومت کمزوری وښيې.
په اعلامیه کې د حامدکرزي له قوله ویل شوي چې موږ د خپل دولت او امنیتي سرتیرو په کلکه ملاتړ کوو.
پخواني ولسمشر په دې اعلامیه کې د لوګر د تیرې ورځې د پېښې قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب هم وړاندې کړي دي.
تیره ورځ د لوګر پرامنیه قومندانۍ د وسله والو په حمله نږدې دیرش پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.