په ننګرهار کې د لبنياتو د پروسس فابریکې په کار پيل وکړ

د کرنې وزارت سرپرست وزیر او د ننګرهار ولايتي چارواکو د سې شنبې په ورځ په دې ولایت کې د لبنياتو د پروسس فابریکې پرانسته وکړه او عملا په تولید يې پيل وکړ.

د کرنې سرپرست وزیرسليم خان کندزي وویل چې دا فابریکه د شپږ میلیونو ډالرو په ارزښت د کرنې وزارت په همکارۍ راغول شوې ده چې د دې فابریکې ګټه د لبنياتو د پروسس ټولنې او مالدارانو ته ځي:

"شپږمیلیونه ډالره د دې پروژې ټول لګښت دی چې وکولای شو یوه مالدارنه یوې کونډې نه شيدې راټولې کړو راوړو دې فابریکې ته دا پروسس کړو، بیا بازارته عرضه شي او کوم قیمت چې په لاس راشي هغه بیرته مالدارانو ته او د اتحادیه غړو ته په لاس ورځي."

د کرنې وزارت کارکوونکی او د دې پروژې امرلطف الله ړنګ ازادۍ راډيو ته وویل، چې په دې فابریکه کې شدې پروسس کیږي او په مختلفو برخو کې توليد ورکوي.

د ده په خبره دغه فابریکه په يو وار لس زره لیتره شدې پروسس کوي:

"دا د لس زره لیتره شيدو د پروسس کولو ظرفیت لري چې بیا په مختلفو برخو کې تولید کوي او بازارته عرضه کیږي، موږ د افغانستان په کچه داسې فابریکه نه لرو، چې هرنوعه لبنيات تولید کړي."

د ننګرهار والي مولوي عطالله لودین د دې فابرېکې په پرانست غونډه کې ډاډ ورکړ چې د دوی لپاره د امنيت او بريښنا په برخه کې پوره همکاري کوي:

"زموږ کوښښ به دا وي، چې دوی ته هرډول اسانتياوې برابرې کړ، دوی ته به د بريښنا اسنتیا برابره کړو او د دوی امنیت به ساتو او هره مرسته،چې موږ پورې تړلې وي هغه به ترسره کیږي."

د مالدارۍ د برخې کارپوه ډاکټر سفير وویل، د دې فابریکې په جوړیدو هم د مالدارانو تولید ته بازار پيدا شو او دا رنګه له دې سره به وطني توليدات وده هم وکړي:

"مخکې زموږ مالداري په دودیز شکل وه، موږ مارکیټ نه درلوده ، چې بازار ته يي عرضه کړو، نو دا پروژه به د ختیځې سیمې لپاره به ډيره ګټوره وي،خلکو ته به روزمره کار پیدا شي او خلک به هيوادني محصولات ترلاسه کړي او دې سره به د هیواد ګټي هم خوندي شي او هم به مالدارانو ته بازار پیدا شي."

د دې فابریکې د مسولینو په خبره اوس مهال دوی د ننګرهارپه شپږو ولسواليو د مالدارانو وړې ټولنې او بيا د ولایت په کچه لویه ټولنه جوړه کړې چې د همدې ټولنو د استازو په واسطه شاوخوا یونیم زر کورنۍ ورسره راجستر شوي دي چې د هغوی تولیدات په دې فابریکه کې پروسس او بیا بازار ته عرضه کیږي،چې ګټه يې بیرته د اتحادیه غړو او مالدارانو ته رسیږي.

د دوی په خبره هڅه کوي،چې دغه پروسه نورو ولسوالیو ته هم وغځوي،تر څو د فابریکې تولید زیات شي او له دې سره به د لبنياتو په برخه کې دوطني تولیداتو کچه نوره هم لوړه شي.

ننګرهارـ شاه محمود شینواری