پخواني ولسمشرحامد کرزي د ننګرهار د ولایتي شورا د غړې انګیزې شینوارې د مړینې له امله د خپلې خواشینۍ او ډاډګېرنې مراتب د دې کورنۍ دوستانو او د افغانستان خلکو ته وړاندې کړي.
انګیزه شینوارۍ تېره سې شنبې په جلال اباد کې د هغه مقناطیسي ماین د چاودنې له امله چې په موټر یې نښلول شوی و لومړی ټپي او وړمه شپه يې د کابل په سردارمحمد داوود خان روغتون کې تر څو ورځې بستر ورسته ساه ورکړه.
د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیې کې هم د نوموړي د زړورتیا ستاینه شوې ده.