عیسی خیل: هیله من یو چې افغانستان به سبا له بنګلدیشه د کرکټ سیالي وګټي

په پام کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ د نړېوال جام د لوبو په لړۍ کې سبا چارشنبې له بنګلدېش سره سیالي وکړي.

د ملي لوبډلې کپټان محمدنبي وايي، دی هیله من دی چې دا لوبه به افغانستان وګټي.

محمدنبي استرالیا ته د ازادۍ راډیو استول شوي خبریال ته وویل، د کرکټ ملي ټیم خورا زیات زیار اېستلی څو دا لوبه وګټي.

د افغانستان د کرکټ ځوان ملي ټیم له پرله پسې بریاوو وروسته په نړیوال جام کې د ګډون لپاره غوره شوی.