اجرایه ریس او ولسمشر غني ترمنځ د پاتې کاندید وزیرانو پر معرفي کیدو مهم پرمختګونه شوي

د ملي وحدت حکومت اجراییه ریاست چارواکي وايي چې اجرایه ریس او ولسمشر اشرف غني ترمنځ د پاتې کاندید وزیرانو پر معرفي کیدو مهم پرمختګونه شوي دي.

د اجراییه ریاست ویاند مجب الرحمان رحیمي نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل چې، پاتې وزیران به د ولسي جرګې د کاري دورې له پېلیدو سره سم دغې جرګې ته معرفي شي:

″مذاکرات او بحثونه د دواړو ټيمونو، افغان ولسمشر او اجرایه رییس ترمنځ د پاتې کاندید وزیرانو په معرفي کولو روان دي او په دې برخه کې مهم پرمختګونه هم شوي دي نو په نزدې ورځو کې به د دغو خبرو اترو نتایج له رسنیو سره شریک شي.″

تردې مخکې افغان ولسمشرپنځه ویشت کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړل چې له هغې جملې څخه اتو تنو له ولسي جرګې څخه د باور رايې واخستي او پاتي یو شمېر نور ونه توانېدل چې د جرګې د اکثریتو غړو رایې خپلې کړي.