اروپایي ټولنه به په لیبیا کې د ګډو اقداماتو په اړه بحث وکړي

اروپایي ټولنه وایي چې له مصري او امریکایي چارواکو سره به په لیبیا کې د ګډو اقداماتو په اړه بحث وکړي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فیدریکا موګیریني پرون وویل چې راتلونکې اونۍ به د امریکا او د مصر د بهرنیو چارو له وزیرانو جان کري او سمیع شکري سره په کتنه کې په لیبیا کي د ګډ اقدام پر امکاناتو خبرې وکړې.

موګیریني زیاته کړه چې له لیبیا کې دوه خطرونه شته:

″هغه څه چې موږ یې په لیبیا کې وینو غبرګ خطرونه دي. لومړی د داسې یوه هېواد خطرچې د ټوټې کېدو په حال کې دی او بل هغه هېواد چې اسلامي دولت ډله واک په کې ترلاسه کوي او ورسره سم د نفوذ په حال کې ده.″

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د اسلامي دولت ډلې د فبرورۍ په پنځلسمه په یوه خپره شوې ویډیو کې ۲۱ تنه مصري عیسویان په داسې حال کې ښکاره کړل چې وسله وال سرونه ترې غوڅوي.