د ترکيي په اړه د ارمنستان جمهور رئیس سرژ سارکزیان غوښتنې

د ارمنستان جمهوررئیس سرژ سارکزیان له پارلمان نه وغوښتل چې له ګاوندي هېواد ترکیې سره د اړیکو ښه کولو او ډیپلو ماتیکې اړیکو د ټینګولو پروتوکول دې بیرته جمهوري ریاست ته واستوي.

سارکزیان د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، د پارلمان له رئیس ګالوست سهاکیان نه یي غوښتي چې پروتوکول، ده ته واستوي او دا ځکه چې د ترکیې حکومت کومه سیاسي اراده نه لري، د پروتوکول روحیه یي له منځه وړې او د قید او شرط وړاندې کولو پالیسۍ ته دوام ورکوي.

د ارمنستان جمهوررئیس په لومړې نړېوال جنګ کې د عثماني ترکیي له خوا د ارمنیانو د ډله ییزې وژنې د سلمې کلېزې په مناسبت دغه راز وویل:

″د انکار او د تاریخ له سره لیکلو پالیسۍ په انقره کې نوې ساه پیدا کړې ده.″

د ارمنیانو د ډله ییزې وژنې پرسر د ترکیې او ارمنستان اړیکې له کلونو راهیسي خړپړ دي.

د انقرې او یریوان ترمنځ د اړیکو ښه کولو تړون د ۲۰۰۹ م کال د اکتوبر په لسمه د سویس په زوریخ ښار کې لاسلیک شوی و.