م.م: د يمن حوثي شيعه ياغيان دې له قدرته لاس واخلي او له حکومت سره دې خبرې وکړي

د ملګروملتونو امنيت شورا د يمن له حوثي شيعه ياغيانو وغوښتل چې له قدرته لاس واخلي او له حکومت سره، چې دې ډلې ړنګ کړى، خبرې وکړي.

په هغه پرېکړه ليک کې چې د امنيت شورا ١٥ غړو تصويب کړى، دې ادارې له حوثي شيعه ګانو غوښتنه کړې، چې له دولتي ودانيو خپل ځواکونه وباسي، د يمن ولسمشر عبد ربُه منصورهادي او نور حکومتي چارواکي له نظربندۍ خوشې کړي او د ملګروملتونو په مشرۍ په يمن کې د قدرت پرسرد شخړې د حل لپاره مذاکرو ته غاړه کښېږدي.

حوثي ډله چې له شماله راغلې په سپټمبرکې يې پر پلازمېنې صنعا ولکه ټينګه کړه. دوى دغه راز د يمن پر ځينو نورو برخو هم کنټرول لري او د دغه هېواد ولسمشر او حکومت يې استعفى ته اړ کړ، په همدې حال کې پارلمان هم ړنګ شو.

په ملګرو ملتونو کې د اردن سفيرې دينا کاور وويل، بايد کندې ته د يمن لوېدلو مخه ونيسو.

د خليج د همکارۍ شورا چې له شپږو هېوادونو جوړه ده او عربي اتحاديې يا عرب ليګ له ملګرو ملتونو پر حوثي ډلې د بنديزونو لګولو غوښتنه کړې ده.