"استاد سیاف دې د جاسوسانو په اړه اسناد له استخباراتو سره شریک کړي"

مخکښ جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وايي چې مجاهدین به د اسلامي دولت ډلې یا داعش مقابله وکړي.

ښاغلي سیاف له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته چې یو شمېر نورو جهادي مشرانو هم ګډون په کې کړی و؛ وویل چې دی او مجاهدین د افغان دولت همکاران دي او که انتقادونه هم کوي هدف یې د اصلاح راوستل دي.

ښاغلي سیاف د دې انتقادونو په لړ کې تور ولګاوه چې د وسله والو مخالفینو د مشرانو ویناوې په کابل کې لیکل کېږي او خپرېږي. ده که څه هم د چا نوم یاد نه کړ؛ خو ویې چې په حکومت کې جاسوسانو ځای نیولی او د ملامحمدعمر له خوا بیانونه د کابل په زړه او د ده په وینا په وزیر اکبر خان سیمه کې چمتو کېږي.

د نوموړي د دې څرګندونو په اړه احمدتکل د سیاسي چارو د کارپوه امرالله امان نظر پوښتلی. ښاغلی امان وايي چې د جاسوسانو نفوذ د پخواني حکومت میراث دی او نوی حکومت له دې ستونزې سره د مقابلې لپاره وخت ته اړتیا لري.

Your browser doesn’t support HTML5

له امرالله امان سره مرکه