یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو کلیزه ولمانځله

یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو او د هغوی سلګونو پلویانو له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو شپږم ویشتمه کلیزه ولمانځله.

دوی چې په کابل کې د لویي جرګې په خیمه کې نن راټول شوي ول وویل، چې مجاهدینو په پوره میړانه او سرښندنو سره سره پوځ ته ماته ورکړه او له هېواده وتلو ته یې اړ ایست.

د پخواني شوري اتحاد ځواکونو د ۱۳۶۷ لمریزکال د دلوې په شپږ ویشتمه د جنرال بوریس ګرواموف په مشرۍ خپل وروستی سرتیری له افغانستانه وایست او په افغانستان کې یي خپل نږدې لس کلن اشغال پای ته ورساوه.

پرافغانستان د پخواني شوروي اتحاد د اشغال پر مهال شاوخوا یو نیم میلیون افغانان ووژل شول او په میلیونونو نورله هېواده بهر مهاجرشول.

د افغانستان د ستراتیژیکو معلوماتو د مرکزد معلوماتوله مخې چې په دې موده کې تر څوارلس زره ډیر شوروي پوځیان ووژل شول.