په کورمه ایجنسۍ کې یوې چاودنې یوه ښځه وژلې او ۱۴نور يي ټپیان کړي دي

په کورمه ایجنسۍ کې په یوه کورکې د چاودنې په نتیجه کې یوه ښځه وژل شوې او څوارلس تنه نور ژوبل شوي دي.

د سیمي چارواکو نن د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې دا پیښه نن سهار اووه نیمې بجې په پیرقیوم سیمه کې د ګل جان په نامه د یو کس په کورکې وشوه.

د چارواکو په وینا د پیښې په اړه پلټنې روانې دي.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.