د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوال جام لوبې په نیوزیلنډ کې پیل شوې

د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوال جام لوبې د نیوزیلنډ په کرسچرج ښار کې د نیوزیلنډ او سریلانکا ټیمونو تر منځ پیل شوې.

د شپږو اونیو په ترڅ کې به څوارلس ملي لوبډلې نهه څلویښت لوبې په نیوزیلنډ او اسټرالیا کې وکړي.

د دې لوبو پخوانی اتل هند دی او دې جام لوبو ته افغانستان د لومړي ځل لپاره انتخاب شوی دی. دي؟