د کونړ د اسعداباد او ناړۍ ولسوالۍ ترمځ د لارې د خلاصولو لپاره عملیات پیل شوي

د کونړ امنيتي چارواکي وايي، د مرکز اسعداباد او ناړۍ ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلې لارې د خلاصولو لپاره يې پرون سهار عمليات پيل کړي دي.

راپورونه وايي، وسله والو کسانو پر دې لار ماينونه ښخ کړي او له يوې اوونۍ راهيسې د ټرافيکو پرمخ تړلې ده.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل ازادۍ راډيو ته وويل چې د دې لارې د پرانيستلو لپاره پوځي عمليات په شدت سره روان دي.

امنيه قوماندان وايي، د دغو عملياتو په بهير کې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د ده په خبره کله چې افغان ځواکونه هڅه کوي د اسعد اباد او ناړۍ ترمنځ پر غځېدلې لار ښخ شوي ماينونه شنډ کړي؛ وسله وال کسان ورباندې ډزې کوي.